د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي، د افغانستان په مارکیټونو کې شاوخوا ۱۵زره قلمه درمل موجود دي چې زیاتره یې غیر ضرروي دي.
نوموړی وايي، د نوې ستراتیژۍ له مخې دوی په افغانستان کې د غیر ضروري او بې کیفیته درملو د مخنیوي هڅې پيل کړي.
فیروزالدین فیروز د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۵» په کابل کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان په مارکیټونو کې ۱۵زره قلمه درمل موجود دي چې زیاتره یې غیر ضرروي دي.
دی وايي:
"یو شمېر غیر ضروري دواګانې دي، ځینې دواګانې دي چې له ګټې یې جانبي عوارض زیات دي، دغه ټولې باید لهمنځه یوړل شي، له ۱۵ زره څخه یې ۱۵۰۰ قلمه ثبت شوي، کار روان دی چې دغه رقم ۵ زرو ته ورسوو، پنځه زره قلمه دواګانې کولای شي، زموږ اړتیاوې پوره کړي، هم به یې هر افغان د اخېستو توان ولري او هم یې کیفیت ښه کېدای شي."
ښاغلی فېروز وايي، دا مهال یوازې په کوردننه د اړتیا وړ ۱۰ فیصده درمل تولیدېږي او هڅې پيل شوي چې تر راتلونکو۱۰ کلونو پورې افغانستان په دې برخه کې په ځان بسیا شي.
د عامې روغتیا وزیر وايي، نوي سلنه درمل له پاکستان، ایران، هند، چین، بنګلهدیش، دوبۍ او جنوبي کوریا نه را واريدېږي چې ۳۰ سلنه یې افغانستان ته قاچاقېږي.
په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازی وايي، دوی له افغان حکومت سره په ګډه د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لوړولو لپاره کار کوي.
ریچارډ پیپر کورن وايي، له شریکانو سره یوځای کار کوي چې لېرې پرتو سیمو کې خلکو ته ځواب ویونکي روغتیايي خدمتونه رامنځ ته شي.
دی وايي:
"د عامې روغتیا وزارت په ستراتیژۍ کې د روغتیايي خدمتونو د پوښښ او کیفت په مسئلې ډېر ټینګار شوی او موږ په دې پوهېږو چې په ځینو لېرو پرتو سیمو کې باید خلکو ته ځواب ویونکي روغتیايي خدمتونو رامنځته شي."
د عامې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په ټول هېواد کې ۱۳ زره درملتونونه موجودي چې یوازې څلور زره مسلکي کسان په کې کار کوي.
د عامې روغتیا وزیر وايي، د دغه وزارت د نوې ستراتېژۍ په پلي کېدو سره چې تمه ده، ډېر ژر به د کابینې لهخوا پاس شي، ټولو دغو ستونزو ته د هواري لار وموندل شي.
راپور: رحمت الله افغان