په بريتانيا کې د يتيمانو مرستندويه اداره په کابل کې دفتر پرانيزي

په بريتانيا کې دېره د يتيمانو مرستندويه اداره چې افغانان يې مسؤليت پر غاړه لري، غواړي په کابل کې هم دفتر پرانيزي.

د يتيمانو مرستندويه ادارې اعلان کړى، د منصور په نوم له هغه ١٣کلن بېوزلي افغان ماشوم سره هم مرسته کوي چې تېره اوونۍ يې د ازادي راډيو له لارې مرکه خپره شوې وه.

د دې بنياد مشر حنان حبيبزي ازادي راډيو ته وويل:

"موږ غواړو د دې بشري پروګرام له لارې هر يتيم ته ورسېږو، د سرپناه، خوراکي توکو او جامو په ورکړې سره يې اقتصادي ستونزه حل کړو چې د بېوزلي او يتيم ماشوم پريشاني ليرې شي، څو د کمي احساس ونه کړي او د هغو ماشومانو په څېر فکر وکړي چې پلرونه لري."

د يتيمانو مرستندويه اداره وايي، له کلونو راهيسې له يتيمو او بې سرپرسته ماشومانو سره بېلابېلې مرستې کوي.