د پوهنې رئیس: په بدخشان کې ٢٦٨ښوونځي ودانۍ نه لري

د بدخشان محلي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې تر دوه نيم سوه زيات ښوونځي ودانۍ نه لري.

د بدخشان د پوهنې رئيس روح الله محقق ازادي راډيو ته وويل:

"په دغه ولايت کې ټولټال ٦۵٨ ښوونځي فعال دي چې ٣٩٠ يې ودانۍلري، خو ٢٦٨ يې ودانۍ نه لري."

د بدخشان اوسېدونکي غوښتنه لري چې دغو ښوونځيو ته دې معياري ودانۍ جوړې شي.