د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په هلمند ولایت کې له بېوزلو کورنیو سره د مرستې په هدف د چرکانو د ساتنې د ۲۰۰۰ فارمونو د جوړولو کار پیل کړی دی.
د یاد وزارت ویاند لطف الله راشد نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغو فارمونو په جوړولو ۴۵،۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د افغانستان د کرنې وزارت له بودجې ورکول کېږي:
"د بېوزلو کورنیو د استوګنې سیمې تثبیت شوي، دوهم پړاو له تجهیزاتو سره د فارمونو وېش دی چې ۳۰ دانې چرګانې سره له دانې یې په کې شامل دي."
ښاغلی راشد وايي چې یادې کورنۍ دمخه د هلمند ولایت په مرکز، ناوې او نهر سراج ولسوالیو کې سروې شوي وې.