دانش: په راروان مالي کال کې به د هېواد اقتصادي وضعیت ښه شي

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي، په راروان مالي کال کې به د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه شي.

سرور دانش د شنبې په ورځ ولسي جرګې ته د کاندید وزیرانو د معرفۍ پر مهال ویلي، سږ کال د افغانستان اقتصاد نسبي پرمختګ درلود او دا مسئله د نړیوالو بنسټونو له خوا هم تائید شوې ده.

د نوموړي په خبره، د افغانستان په اړه د نړیوال بانک راپور ښيي چې د دغه هېواد اقتصاد له ۲،۲ نه ۲،۶ ته لوړ شوی دی.