د عراق د باسکټبال لوبډلې ایران ته ماتې ورکړه

د عراق د باسکټبال لوبډلې د ۲۰۱۹ کال د باسکټبال نړیوال کپ ته د غوراوي په سیالۍ کې ایران ته ماتې ورکړه.

عراقي لوبډلې دا مسابقه د ۶۶ پواینټونو په وړاندې په ۷۴ پواینټونو وګټله.

په دې سیالۍ کې چې د اردن په پلازمېنه امان کې وشوه، د عراق لپاره په امریکا کې زېږېدلي لوبغاړي "دي ماریو مایفیلډ" ۲۴ پواینټونه جوړ کړل.

دی تر دې وړاندې د امریکا د درېيو پوهنتونونو په لوبډلو کې لوبېدلی دی.

تر دې لوبې وړاندې ایران د باسکټبال په درجه بندۍ یا راینکینګ کې ۲۲ او عراق ۸۵ مقام درلود.

عراق به سبا دوشنبه «۱۳۹۶ کال لیندۍ ۰۶»په استانه کې له قزاقستان سره مخامخ شي او ایران به په همدې ورځ په تهران کې د قطر کوربه وي.