د روسيې ولسمشر پوتین د رسنیو په اړه یو قانون لاسلیک کړې

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه قانون لاسلیک کړې چې حکومت ته اجازه ورکوي چې هغه رسنۍ چې له بهرنیو هېوادونو مرستې تر لاسه کوي، د "یوه بهرني حکومت" د استازو په توګه ثبت او تر بندیزونو لاندې کړي.

نوی توشیح شوی قانون پرون شنبه «۱۳۹۶ کال لیندۍ ۰۴» په روسیه کې د قانوني معلوماتو پر وېب پاڼه خپور شوی دی.

نوی قانون تېره اوونۍ د روسيې د پارلمان د مشرانو جرګې په ټولو ۱۵۴ رأیو تائید کړ او د استازو په مجلس کې هم تر د نوومبر په ۱۵مه پاس شو.

له دې سره سم د روسيې عدليې وزارت په هغه هېواد کې د ازادې اروپا یا ازادي راډیو او یو شمېر نورو بهرنیو رسنیو خپرونو ته له خبرداري ډک لیک واستاوه.

د روسیې حکومت همدا راز امریکا غږ، سي.اېن.اېن ټلوېزیون او د جرمني د نړیوالو خپرونو اداره په هغه لېست کې شامل کړي چې د بهرنیو حکومتونو د استازو په توګه ګڼل کېدلای شي.

دا نه دي ویل شوي چې په نښه شوې رسنۍ له څه ډول برخلیک سره مخامخ کېدلای شي، خو د روسيې د پارلمان غړو ویلي چې له هغوی مالي غوښتنه کېدلای شي او همدا راز ورته ویل کېدلای شي چې خپل مطالب د یوه بهرني حکومت د استازې په توګه خپاره کړي.