د وروستیو شخړو د کرارۍ لپاره پاکستاني پوځ اجازه واخېسته

د پاکستان حکومت پوځ ته اجازه ورکړه چې د امنیتي ځواکونو او د "تحریک لبیک یا رسول الله" مذهبي ګوند د اعتراض کوونکو د شخړې د کرارۍ لپاره په اسلام اباد کې ځای پرځای شي.

په اسلام اباد کې په پرونیو نښتو کې یو پولیس وژل شوی او ۱۵۰ تنه زخمیان شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پرون شنبه «۱۳۹۶ کال لیندۍ ۰۴» وویل چې فدرالي حکومت په اسلام اباد کې د "نظم او قانون" د څارنې لپاره تر بلې خبرتیا، د پوځيانو د ځای پرځای کېدو اجازه ورکړې ده.

رپوټونه وايي چې د پاکستان د پوځ غړي به د حساسو سیمو، د پارلمان د ودانۍ، جمهوري ریاست، د سترې محکمې د قاضیانو د کورونو، بهرنیو دفترونو او یو شمېر مهمو حکومتي دفترونو د امنیت ټینګولو لپاره په اسلام اباد کې په دنده وګومارل شي.

د "تحریک لبیک یارسول الله" مذهبي ګوند د روانې میاشتې یا نومبر له شپږمې نېټې راهیسې په اسلام اباد کې اعتراض پېل کړی او د پلازمېنې او راولپېنډۍ ترمنځ لار یې بنده کړې ده.

اعتراض کوونکي د پاکستان د انتخاباتو په قانون کې د تغیر له امله چې د کاندیدانو د لوړې په اړه دی، د بدلون له امله د قانون د وزیر د زاهد حامد د استعفا غوښتنه لري.

خو د پاکستان حکومت ویلي چې د قانون په متن کې املايي غلطي شوې وه او اصلاح شوې ده.