د ننګرهار په شیرزادو کې د نښتو له امله شااوخوا ۲۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي

د ننګرهار د شيرزادو ولسوالۍ اړوند په پيره خېلو سیمه کې د طالب او داعش وسله والو ترمنځ تازه نښتې شوي چې له امله يې له خوګياڼو ولسوالۍ څه باندې ۲ سوه کورنۍ نورو امن سیمو ته کډه شوې دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا رئيس احمد علي حضرت وايي چې دا جګړه د طالبانو د فعالیت په ساحه کې شوې او خلک د وسله والو له وېرې، نورو سیمو ته کډه شوې دي.

نوموړی وايي چې تر اوسه امنيتي ځواکونو په خوګياڼو ولسواليو کې عمليات نه دي پيل کړي او غوښتنه يې وکړه چې امنيتي ځواکونه باید مداخله وکړي، تر څو د دولت وسله وال مخالفين په خوګياڼو کې وځپل شي.

بل خوا د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي چې د دې ستونزې په تړاو د خوږياڼو ولسوالۍ قومي مشرانو ولایتي ادارې سره کتلي او ولایت مقام ترې غوښتي چې که ولسونه خپله همکاري وکړي، نو په ډاډ سره به په یادو سیمو کې د طالب او داعش وېره ورکه شي.

د ننګرهار د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې، په خوګياڼو ولسوالۍ کې د طالب او داعش ترمنځ جګړه کې پنځه تنه عام خلک زخميان شوي او همدارنګه دواړو لورو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب او داعش وسله والو تر اوسه د خپلمنځي نښتو په تړاو رسنيو ته څه نه دي ویلي