مسؤلین: په بلخ کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي

په بلخ کې د ښځو چارو ریاست د نوامبر له ۲۵ مې یا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي سره د مبارزې له نړېوالې ورځې لمانځنه وکړه او وايي چې نسبت تېر کال ته د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

په بلخ کې د ښځو چارو د ریاست مسؤلین وايي چې په تېرو ۸ میاشتو کې یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۵ پېښې ثبت کړي چې پکې د ښځو وهل ټکول، قتل، له کوره تېښته او نور کورني زور زیاتي پکې شامل دي.

د ښځو چارو مشره وايي چې بلخ کې له خپلو حقونو څخه د ښځو د پوهاوي کچه زیاته شوې او په همدې دلیل نسبت پخوا ته اوس مهال د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې دولتي بنسټونو کې ثبتېږي.

په همدې حال کې د بلخ د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق قادري وایي چې د روان کال په ترځ کې یې ۹۵ تنه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ترسره کولو په تور نیولي او عدلي ارګانونو ته یې سپارلي دي.

قادري وویل چې په مجموعي ډول ۷۱ پېښې په بلخ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د منع څارنوالۍ ته سپارل شوي او ۵۱ نورې پېښې د بلخ د امنیې قوماندانۍ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي سره د مبارزې څانګې له خوا حل او فصل شوي دي.

په همدې حال کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په روان کې په بلخ، جوزجان، سمنګان او سرپل ولایتونو کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او اساسي لامل یې هم بیکاري او د امنیت نشتون په ګوته کوي.