د پاکستان امنیتي ځواکونه نن شنبه اسلام اباد ته نېږدې د سخت دریځو اسلامي اعتراض کوونکو سره هغه مهال په نښتو او تاوتریخوالي واوښتل چې غوښتل یې د اسلام اباد او روالپېنډۍ تر منځ وصلېدونکی هغه واټ پرانېزي چې له تېرو ۳ اونیو راهېسې د تحریک لبیک یا رسول الله د مذهبي ګوند ملاتړو د اعتراض په توګه تړلی و.
کله چې نن سهار وختي پاکستاني امنیتي ځواکونو د دې واټ د پرانیستو لپاره عملیات پیل کړل، له اعتراض کوونکو سره یې په اخ و ډب کې لږ تر لږه یو پولیس وژل شوی او تر ۱۳۰ تنو زیات نور ټپیان شوي دي.
په عین حال کې پاکستاني چارواکو نن وروسته له هغې چې په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شو، د دې هېواد ټلوېزیوني چینلونه د سیمې د ژوندي تصویرونو له خپرولو منعه کړل.
د اسلام اباد د پولیسو یوه ویاند تائید کړې چې په اخ و ډب کې یو پولیس وژل شوی دی.
د اسوشېټېد پرېس خبري اژانس خبریال چې د تاوتریخوالي په سیمه کې و، وايي چې لږ تر لږه یو غورځېدلی جسد یې لیدلی چې ظاهراً یو اعتراض کوونکی ښکارېده.
په اسلام اباد کې د پاکستان د طبي علومو د انسټیټیوت ویاند ویلي چې د شنبې د ورځې تر غرمې پورې له سیمې ۱۳۹ ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوياو په خبره یې چې لږ تر لږه ۹۳ ټپیان د امنیتي ځواکونو غړي وو.
د تحریک لبیک یا رسول الله د ګوند شااوخوا ۲۰۰۰ پلویانو له تېرې درې اونیو راهیسې د اسلام اباد او راولپېنډۍ د ښارونو ترمنځ وصلوونکی واټ د اعتراض په توګه تړلی و، خو نن سهار ۸ نیم زره پولیسو او امنیتي ځواکونو د دوی د خورولو لپاره عملیات پیل کړل.
د تحریک لبیک یا رسول الله ګوند د پاکستان د قانون د وزیر د لېرې کېدو غوښتنه کوي او پر هغه تور لګوي چې له یوې قانونې طرحې یې په قصدي توګه د اسلام د پیغمبر نوم لېرې کړی دی.