د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ۳۴ میلیونو افغانیو په ارزښت د کرکټ لوبغالی جوړېږي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه لوبغالي د بنسټ ډبره تېره ورځ په يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
د ښاغلي هوتک د معلوماتو له مخې دغه لوبغالی چې په شل جریبه ځمکه کې جوړېږي، لګښت يې مخدره د موادو سره د مبارزې وزارت لخوا ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې په لومړیو کې په سویلي ولایت کندهار کې د هندوستان لخوا د ۷۰۰ سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت يو لوبغالی جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.