قاسمي: د افغان غالیو په صادراتو کې ۵۰سلنه کموالی راغلی

د افغانستان د غالیو مرکز وايي، نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د غالیو په صادراتو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د دغه مرکز مسؤل دلجم منان قاسمي نن ازادي راډیو ته وویل چې په هېواد کې د غالیو د صادراتو په برخه کې شته ستونزې د دې لامل شوي چې ۸۰ سلنه افغاني غالۍ په پاکستان کې له پروسس وروسته د دغه هېواد په نوم نړیوالو بازارونو ته صادرېږي.

ښاغلی قاسمي وايي، د افغانستان زیاتره غالۍ امریکا، اروپا او اسټرالیا ته صادرېږي.

د نوموړي په خبره افغان حکومت باید دغه ستونزه هواره کړي.