چک يو روسى وګړى د انټرنټي غلا په تور امريکا ته سپاري

د چک جمهوريت يوې محکمې حکم ورکړى چې يو مشکوک روسى هک-کوونکى د امريکا متحدو ايالتونو ته وسپارل شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ کړکېچ زيات شوى دى.

د چک جمهوريت د پلازمېنې پراګ سترې محکمې د جمعې په ورځ امريکا ته د يوګيني نيکولين (Yevgeny Nikulin) د ورسپارلو لپاره د ابتدائيه محکمې د حکم ملاتړ وکړ.

امريکا نيکولين تورن کړى چې کمپيوټرونه يې هک کړي او د لينکداين او ډراپباکس په ګډون يې د انټرنټ له لويو کمپنيو معلومات غلا کړي دي.

مسکو وخت ناوخت د امريکا هغه هڅې غندلي چې له درېيمو هېوادونو څخه روسي اتباع ترلاسه کوي.

روسيه هم هڅه کوي د جلا انټرنټي غلاوو په تور نيکولين وروسپارل شي.

واشنګټن ته د دغه روسي وګړي د ورسپارلو وروستۍ پرېکړه به د چک جمهوريت د عدليې وزير کوي، دى کوم هېواد ته د دغسې تورن د ورسپارلو حکم تائيد يا هم ردولاى شي.

نيکولين په لومړيو کې هم د امريکا متحدو ايالتونو او هم روسيې ته د نه ورسپارل کېدو لپاره د استيناف غوښتنه کړې وه، خو وروسته يې روسيې ته د نه سپارل کېدو غوښتنه بېرته واخيسته.

دى د ٢٠١٦مېلادي کال په اکتوبر مياشت کې د امريکا د حکومت په غوښتنه د نړيوالو پوليسو يا انټرپول د حکم له مخې د چک د چارواکو له خوا نيول شوى و.

امريکا ته د دغه روسي وګړي د ورسپارلو په باب په داسې حال کې حکم صادرېږي چې د امريکا له خوا د هغو تورونو په اړه څېړنې روانې دي چې په کې ويل شوي، روسيې د امريکا د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو کې لاسوهنه کړې ده.

روسيې دا تورونه رد کړي دي.

د امريکا استخباراتو دا نتيجه اخيستې چې روسيې د کمپيوټرونو د هک کولو، د ايميلونو د ليک کولو او پروپاګند په مرسته هڅه کړې چې د ٢٠١٦مېلادي کال په نوامبر مياشت کې د امريکا د جمهوري رياست پر انتخاباتو نفوذ ولري.

هغه انتخابات د جمهور رئيس په توګه د ډونالډ ټرمپ د بريالي کېدو سبب شول.