د افغان کابینې ۱۲کاندید وزیران ولسي جرګې ته معرفي شول

د افغان ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش له لوري د کابینې ۱۲ کاندید وزیران د رایې اخیستو لپاره نن ولسي جرګې ته معرفي شول.

سرور دانش له ولسي جرګې وغوښتل چې د هېواد حساسو وضعیت او ملي ګټو ته په کتو له اساسي قانون سره سم کاندید وزیرانو ته د باور رایه ورکړي.

"له تاسې محترمو وکیلانو څخه زما غوښته داده چې د هېواد حساس وضعیت ته په کتو او د ولس ملي مسایلو په درک سره دغه کاندید وزیران تهچې نن ورځ معرفي شول د اساسي قانون او د خپلو قانوني دندو په چوکاټ کې د باور رایه ورکړي، څو د خدای په مرسته او ستاسو په ملاتړ زموږ کابینه بشپړه شي."

نصیر احمد درانی د کرنې، مجیب الرحمن کریمي د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، طارق شاه بهرامي او ویس برمک د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، یما یاري، فیض الله زکي او مصطفې مستور د فواید عامې،کار او ټولنیزو چارو او اقتصاد وزارتونو، حمید طهماسي د ټرانسپورت شهزاد ګل اریوبي د مخابراتو او ګل اغا شيرزی د قومونو او قبایلو او سرحدونو چارو د وزارتونو،نرګس نهان د کانونو او پطرولیم او نجیب الله خواجه عمري د لوړو زده کړو د کاندید وزیرانو په توګه معرفي شول.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي له حکومت وغوښتل چې د بهرنیو چارو، لوړوو زده کړو، پوهنې وزارتونو ته هم کاندید وزیران او د سترې محکمې د عالي شورا پاتې غړي هم د رایې اخیستو لپاره یادې جرګې ته معرفي کړي.

پخواني معلومات

ټاکل شوې ده چې ۱۲کاندید وزیران نن شنبه رسماً ولسي جرګې ته معرفي شي.

د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان ازادي راډیو ته وویل د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش به دا کاندید وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي.

ښاغلي عرفان په دې اړه وویل:

"نن چې کله دا کاندید وزیران معرفي شي، احتمال لري چې راتلونکې شنبه يې موږ وغواړو، د هغوی پلانونه واورو او د هغوی د کاري پلانونو له وړاندې کولو وروسته د رایو صندوقونو ته مخه کړو."

تمه ده چې نصیر احمد درانی د کرنې، مجیب الرحمن کریمي د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، طارق شاه بهرامي او ویس برمک د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، یما یاري، فیض الله زکي او مصطفې مستور د فواید عامې،کار او ټولنیزو چارو او اقتصاد وزارتونو، حمید طهماسي د ټرانسپورت شهزاد ګل اریوبي د مخابراتو او ګل اغا شيرزی د قومونو او قبایلو او سرحدونو چارو د وزارتونو،نرګس نهان د کانونو او پطرولیم او نجیب الله خواجه عمري د لوړو زده کړو د کاندید وزیرانو په توګه معرفي شي.