د اروپايي اتحادیې او د "ختیځ مشارکت " د غړو هېوادونو استازو نن جمعه په بروکسل کې غونډه پېل کړه چې هدف يې د اتحادیې او د پخواني شوروي له جمهوریتونو سره د اړیکو ټینګول دي.
اروپايي اتحادیې د ختيځې اروپاله ۶ هېوادونو او د قفقازد جنوبي سیمو د اقتصادي ادغام او هلته د اروپايي ارزښتونو د ودې لپاره په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د "ختیځ مشارکت " ډله جوړه کړه.
په نننۍ سرمشريزه کې اساسي مسئله له ارمنستان سره د اروپايي اتحادیې د مشارکت د موافقې لاسلیک ده، البته، له ارمنستان سره د مشارکت په موافقه کې ازاد تجارت نه دی شامل شوی او د هغو موافقو په پرتله چې اتحادیې له ګرجستان، ملدوا او اوکراین سره کړي، کم امتیازات لري.
د ارمنستان حکومت د اروپايي اتحادیې د مشارکت په اړه بحثونه مخکې پېل کړي وو، خو د ارمنستان ولسمشر سرژ سرکسیان په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د روسيې د فشار له امله، ورڅخه شاته شو.
سرکسیان هغه مهال، د مسکو په مشرۍ په ایرو ایشیااقتصادي اتحاد کې غړیتوب ته لومړیتوب ورکړ.
سرکسیان پرون پنجشنبه بروکسل ته تر رسېدو وروسته د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې له اروپايي اتحادیې سره د مشارکت موافقه به ایرو ایشیا اقتصادي اتحاد کې د هغوی له غړیتوب سره تضاد نه لري.