د خوست لسګونه قومي مشران، دیني عالمان او مدني فعالان له څو ورځو راهیسې ناستې او غونډې لري او د خوست د امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت د تبدیلۍ له پرېکړې سره مخالفت څرګندوي.
دوی وايي، د جنرال غیرت په وجود کې د خوست امنیت ښه شوی، د پوځي ادارو او خلکو تر منځ اړېکې نېږدې شوي او تر ډېره بریده د پولیسو په ادارو کې د فساد او بډو مخه نیول شوې، نو په دې حالت کې د نوموړي قوماندن د تبدیلۍ پرېکړه پرځای نه ده.
قومي مشران ګواښ کوي، که چېرې مرکزي حکومت له دې پرېکړې منصرف نشي، نو د لاریونونو په ګډون به پراخو مدني حرکتونو ته مخه کړي.
د امنیه قوماندان جنرال غیرت د تبدیلۍ د پرېکړې په مخالفت کې هغه وخت په خوست کې غبرګونه پیل شول چې د ځینو سرچینو په حواله، په یو شمېر ټولنیزو رسنیو کې د هغه د تبدیلۍ مسئله راپورته شوه.
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ هم د خوست د بېلابېلو ولسوالیو قومي مشرانو، دیني عالمانو او اوسېدونکو د ولایتي شورا په انګړ او له هغې یوه ورځ وړاندې د میلمستون په ودانۍ کې له مرکزي حکومت غوښتي وو چې د خوست د امنیه قوماندان د تبدیلۍ په پرېکړه له سره فکروکړي.