کوسوو د خپل ګاونډي هېواد البانیا د خپلواکۍ ورځ په خپل کلیز کې د رخصتۍ ورځ اعلان کړې ده.
د کاسوو حکومت په یوه بیان کې چې پرون پنجشنبه خپور شو، ویلي چې صدراعظم راموش هرادینای د البانیا تاریخ او کلتوري ارزښتونو او غوره کورنیو او ټولنیزو دودونو ته د درناوي په خاطر، د نوامبر ۲۸مه چې د البانیا د خپلواکۍ ورځ ده، د کوسوو لپاره هم رخصتي اعلانوي.
دا اقدام ښايي له ګاونډي هېواد صربیا سره چې کوسوو په ۲۰۰۸ میلادي کال کې خپله خپلواکي په یواړخیز ډول ترې اعلان کړه، په اړیکو کې کړکېچ لا زیات کړي.
بلګراد په البانیا او کوسوو تور لګوي چې د سترې البانیا د جوړولو هڅه کوي، خو دواړو هېوادونو دا ادعا رد کړې ده.
د کوسوو د شااوخوا یو اعشاریه ۸ میلیونه وګړو ډېری برخه البانیایان دي.