راپورونه: په ایران کې د نازنین زاغري د محاکمې نوې نېټه اعلان شوې

راپورونه وايي چې ایران د یوې برتانوي الاصله ایرانۍ زنداني ښځې د محاکمې لپاره نوې نېټه اعلان کړې ده.

برتانوۍ ګارډین ورځپاڼې پرون پنجشنبه د نازنین زاغري رتکلیف د مېړه له قوله راپور ورکړی چې وايي، د ده مېرمن به د ډسمبر په ۱۰مه د ایران د حکومت پرضد د تبلیغاتو په تور محاکمه شي.

مېرمن زاغري چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په اپریل میاشت کې په تهران کې ونیول شوه، د هېواد ملي امنیت ته د ګواښ په تور اوس مهال د حبس ۵ کلنه دوره تېروي، خو پر نوموړې نوي تورونه ظاهراً وروسته له هغه ولګېدل چې د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن نېږدې درې اوونۍ مخکې پارلمان ته د وینا پرمهال وویل چې مېرمن زاغري په ایران کې ژورنالیستان روزل.

جانسن وروسته د خپلو څرګندونو له کبله بخښنه هم وغوښته او ویې ویل چې هغه یوازې د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره تهران ته تللې وه، خو درې ورځې وروسته نازنین زاغري ناڅاپه د محکمې بلې غونډې ته احضار شوه.