چارواکي: د جلال اباد د تېرې ورځې د چاودنې هدف لاریون کوونکي وو

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې په جلال اباد ښار کې د پرونۍ ځان وژونکې حملې هدف، هغه لاریون کوونکي وو چې د محلي پولیسو د یوه ګوښه شوي قوماندان په ملاتړ راټول شوي وو.

د ښېوې ولسوالۍ د محلي پولیسو د ګوښه شوي قوماندان شېخ اکرم د کور مخې ته پرونۍ ځان وژونکې حملې د راپورونو له مخې، ۸ کسان مړه او د ماشومانو په ګډون ۱۵ نور ټپیان کړل.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالجمیل تندر له پېښې وروسته خبریالانو ته وویل چې بریدکوونکي غوښتل چې خپلو چاودېدونکو موادو ته د خلکو په ګڼه ګوڼه کې چاودنه ورکړي، خو چارواکو کلک امنیتي تدابیر نیولي وو، نو ځکه هغه بریالی نشو او وروسته یې د ملکي خلکو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړه.

د دې حملې مسؤلیت اسلامي دولت ډلې یا داعش ومانه.