د ازادي په څپو کې د دې اوونۍ پروګرام

د ازادي په څپو کې د دې اوونۍ په پروګرام کې په هلمند کې د روانې اوونۍ د درنې بمبارۍ پر مسئله له مېلمنو سره بحث لرو.

په هلمند کې د طالبانو او مخدره موادو پر مرکزونو د یکشنبې له شپې راهیسې بمبارۍ روانې دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ازادي په څپو کې لومړۍ برخه

د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره یو شمېر اسلامي هېوادونه راوړاندې شوي دي.

په دې ترڅ کې متحده عربي اماراتو او قطر ژمنه کړې ده چې افغانستان ته پوځیان واستوي او دا عسکر به‌یې د غوڅ ملاتړ د مأموریت په چوکاټ کې وظیفه اجرا کوي.

البانیا هم ورته ژمنه کړې ده.

اندونیزیا بیا ویلي دي چې د افغانستان د سولې لپاره به په خپله خاوره کې کنفرانس جوړ کړي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ازادي په څپو کې دوهمه برخه