د کندهار د ملي امنیت ځواکونو درې تنه د ترهګريزو فعاليتونو په تور نيولي دي.
د ملي امنیت له رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نيول شويو کسانو په کندهار ښار او يو شمېر ولسوالیو کې د وسلهوالو سره تماس درلود او د هغوی په غوښتنهيې امنيتي کسان او مخور ترورول چې د ملي امنیت د ځواکونو له لوري نيول شوي دي.
سرچينې د نيول شویو وسلهوالو وېډيو هم خپره کړې چې هغوی پهکې پر خپلو کړنو اعتراف کوي.
وسلهوالو تر اوسه په دې تړاو څه نهدي ویلي.