د ننګرهار سیمهییز چارواکي وایي، په دغه ولایت کي د داعش ډلې ۲۵ غړي وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي نن ازادي راډیو ته وویل چې ۱۰ داعش وسلهوال تېره ورځ په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ووژل شول.
ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي:
"ګډو ځواکونو تېره ورځ په هسکه مېنه ولسوالۍ کې عملیات پیل کړل چې په نتیجه کې یې د داعش ډلې ۱۰ تنه وسلهوال وژل شوي دي."
ښاغلی خوګیاڼی وایي، په هسکه مېنه کې د داعش پر وړاندې عملیات لا هم دوام لري.
نوموړی زیاتوي د داعش ۱۵ تنه نور وسلهوال بیا تېره ورځ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د خپل منځي اختلافاتو په نتیجه کې وژل شوي دي.