صالح: د کابل-لوګر د سړک په جوړېدو سره به ګڼې ستونزې حل شي

د لوګر ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د کابل-پل علم د دوهم لین سړک د دوهم پړاو په بشپړېدلو سره به جنوبي ولایتونو ته د ټراتسپورت او ټرانزیت وضیعت ښه شي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح نن ازادي راډیو ته وویل، دغه سړک چې ۲۵ کېلو متره اوږدوالی لري له محمد اغې ولسوالۍ نه تر مرکز پل علمه پورې دی چې په یو نیم کال کې به پوخ شي.

د نوموړي په وینا، د دغه سړک د جوړولو لومړی پړاو کار چې د کابل له چهار اسیاب ولسوالۍ نه تر پل علمه پورې دی، دوه کاله مخکې پیل شوی و چې اوس‌مهال‌یې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي.