امریکا په راخین کې د میانمار اقدام د قومي تصفیې په توګه ومانه

د امریکا متحده ایالاتو د میانمار په راخین ایالت کې د اقلیت روهینګیا مسلمانانو پر ضد د دې هېواد د حکومت اقدام د قومي تصفیې په توګه ومانه.

هغه اعلامیه چې په دې اړه د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۱» خپره کړې، په میانمار کې د شخړو په وړاندې د واشنګټن تر ټولو سخته وینا ده.

د دغو شخړو په ترڅ کې له څلور لکو زیات روهینګیايي مسلمانان ګاونډي هېواد بنګله‌دېش ته تښتېدلي دي.

د میانمار یا پخوانۍ برما حکومت دا تورونه ردوي چې ګواکې ملکیان‌یې په نښه کړي او وایي چې د دغو اقداماتو هدف‌یې سخت دریځي وسله‌وال دي.

متحده ایالت وروسته له هغې په میانمار کې وروستیو شخړو ته د قومي تصفیې نوم ورکوي چې رکس ټېلرسن تېره اوونۍ له دې هېواده کتنه کړې وه.

ټېلرسن وویل، د ترلاسه شویو اسنادو او شواهدو له محتاطانه څېړنې وروسته دا بېخي واضح ده چې په شمالي راخین ایالت کې وضعیت د روهینګیایانو پر ضد د قومي تصفیې بڼه لري.

له دې مخکې یوه بل لوړپوړي امریکایي چارواکي ویلي و چې واشنګټن به د متحده ایالاتو د قانون په رڼا کې د دغو شخړو په ترڅ کې پر بشري حقونو د تېري کوونکو د عاملانو په وړاندې د احتمالي بندیزونو په ګډون یو لړ اقدامات وکړي.