د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله ۸ ماشومان ټپیان شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته وویل، دا پېښه پرون مازیګر ناوخته، د ۰۵:۳۰ دقیقو خوا ته رامنځته شوه.
د ځواک په وینا د څلورو ماشومانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
نوموړي زیاته کړه چې دا هاوان د طالبانو تر واک لاندې سیمې څخه ویشتل شوی دی.
تر اوسه وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.