د روسيې د فدراسيون شورا يا مشرانو جرګې داسې يو قانون تصويب کړ چې له مخې يې حکومت کولاى شي چې هغه رسنۍ چې له بهره تمويلېږي، د بهرنيو اجنټانو په توګه ثبت او ورباندې بنديزونه ولګوي.
دغه قانون نن چهار شنبه د جرګې په غونډه کې په ١٥٤ موافقو رأيو سره تصويب شو چې هېڅچا ورته مخالفه رأيه ورنهکړه.
اوس به دغه قانون د توشېح لپاره ولسمشر ولاديمير پوتين ته لېږل کېږي.
د روسيې د فدراسيون شورا مشرې والن تينا ماتفي ينکو وويل، دغه قانون د جمهوري رياست د بشري حقونو شورا پر انتقاد د وکيلانو تر غور وروسته، تصويب شو.
د روسیې ولسي جرګې يا دوما تېره چهارشنبه په لوى اکثريت دغه قانون تصويب کړى و چې څو ساعته وروستهيې د عدليې وزارت د ازادې اروپا/ ازادي راډيو څو خبري سرويسونو ته اخطارليکونه ولېږل.