چارواکي: د هلمند په ديشو کې د نشه‌يي موادو ۴ کارخانې ويجاړې شوي

د هلمند ولايتي اداره وايي چې په ديشو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په بمبارۍ کې د نشه‌يي موادو څلور کارخانې ويجاړې شوې دي.

د هلمند مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۱» په يوه اعلاميه کې ويلي، تېره شپه په دغو عملياتو کې د دغو کارخانو په زرګونه کېلو ګرامه نشه‌يي مواد هم له‌منځه وړل شوي دي.

اعلاميه زياتوي، بهرنيو ځواکونو په سيمه کې د دولت د وسله‌والو مخالفينو يو مهم مرکز هم په نښه کړى چې په نتيجه کې يې ١٥ وسله‌وال وژل شوي او ٥ نور ټپيان شوي دي.

اعلاميه دغه‌راز زياتوي چې تېره شپه د مرکز لښکرګاه په څلورمه امنيتي حوزه کې افغان او بهرنيو ځواکونو د وسله‌والو پر يوه مرکز چاپه وهلې چې په نتيجه کې يې ١٠ تنه وسله‌وال مخالفين نيول شوي چې په هغوى کې د رحماني او صدام په نوم د دوى مشران هم شامل دي.