د هوايي دهلېز د ستونزو د هواري په هدف یو افغان پلاوی هند ته تللی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي د هوايي دهلېز د ستونزو د هواري په هدف د دې خونې د مرستیال خانجان الکوزي په مشرۍ یو پلاوی هندوستان ته تللی او د دې هېواد له مسؤلینو سره‌يې خبرې اترې کړې دي.

د سوداګرۍ او صنایع خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي نن ازادي راډيو ته وویل چې هندي مسؤلینو ژمنه کړې چې ډېر ژر به یادې ستونزې حل کړي.

د هغه په خبره باید د افغانستان تازه مېوه ژر انتقال او تخلیه او ګمرکي ستونزې حل شي.

ښاغلي پسرلي دا هم وویل، د دوی غوښتنه دا ده چې د رخصتیو په ورځو کې صادرات ترسره شي.