د کندز په علي‌اباد کې د څښاک د پاکو اوبو پر یوې شبکې کار روان دی

د کندز د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي چې د کندز په علي‌اباد ولسوالۍ کې د څښاک د پاکو اوبو پر یوې سترې شبکې کار جریان لري.

دغه چارواکي وايي چې دوی د دې ولایت په علي‌اباد ولسوالۍ کې د څښاک د پاکو اوبو پر یوې لویې شبکې کار پیل کړی چې په بشپړېدو سره به‌یې د دې ولسوالۍ د ۵ کلیو څه باندې ۲۰۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو او صحي اوبو برخه‌مند شي.

د کندز د کلیو د بیا رغونې او پراختیا رئیس دوست محمد ریحان ازادي راډیو ته وویل چې دوی د علي‌اباد ولسوالۍ د سیمه‌ییزو شوراګانو په مرسته چې مالي لګښت‌یې څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو ته رسېږي د پاکو اوبو په یوې لویې شبکې کار پیل کړی چې لګښت‌یې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت ورکوي.

ښاغلي ریحان زیاته کړه چې ټاکل شوې د اوبو رسولو د دغې شبکې چارې په ۹ میاشتو کې بشپړې شي.

د کندز د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي چې اوس‌مهال په دغې ولسوالۍ کې پر یو شمېر نورو پراختیايي پروژو هم کار روان دی چې له کبله‌یې یو شمېر اوزګارو خلکو ته په‌کې، د کار زمینه هم برابره شوې ده.