په کابل ښار کې د برېښنا له پرچاوۍ د مخنیوي لپاره نوې هڅه!

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، د کابل ښار د برېښنا د پرچاوۍ د مخنیوي په هدف ۳۰ پایې نوي ټرانسفرمرونه نصبېږي.

د برېښنا شرکت ویاند وحید توحيدي نن ازادي راډيو ته وویل د دې تر څنګ به ډېر ژر ډېزلي جنراتورونه هم په کار پیل وکړي.

هغه وویل چې دا جنراتورونه به د ۱۴۰ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري.

د هغه په خبره د دې دوه تازه اقداماتو په کولو سره به د کابل د برېښنا پرچاوي ۶ ساعتونو ته راټیټه شي.