روسیه وايي، دوی په افغانستان کې د مخدره موادو د تولید پر فابریکو د امریکايي او افغان هوايي ځواکونو د بمباریو هرکلی کوي.
د انټر فاکس روسي خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په حواله وايي، د طالبانو د اپیومو پر فابریکو بمباري د افغانستان پر وضعیت مثبت اغېز کولای شي او روسیه د نشهيي موادو پر ضد د امریکا د دا ډول اقدامانو هرکلی کوي.
انټرفاکس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د یوې سرچینې په حواله چې نومیې نهدی یاد شوی ویلي:
"مسکو چمتو دی چې په افغانستان کې د نشهيي موادو د تولید او قاچاق پر ضد له واشنګټن سره په شریکو اقداماتو بحث وکړي."
روسي چارواکي وروسته له هغې دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې امریکايي ځواکونو په هلمند کې د نشهيي موادو د تولید پر لابراتورونو بمباري وکړه.