د ارزګان سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې تېره ورځ مازيګر د هوايي بریدونو پر مهال د يوه قوماندان په ګډون ۹ وسلهوال طالبان وژل شوي او دري نور ټپيان دي.
د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ امنیه قوماندان اختر محمد نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۳۰» ازادي راډيو ته وویل چې دغو وسلهوالو طالبانو تېره ورځ پلان درلود چې پر یوې امنیتي پوستې بریدونه وکړي چې مخکې له مخکې افغان هوايي ځواک په نښه کړل.
نوموړی وايي چې په یاده ولسوالۍ کې اوس امنیتي وضعيت ښه شوی دی.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.