د ولسمشر اشرف غني د حکم له مخې خیال محمد حسیني د زابل د والي په توګه ګومارل شوی دی.
د سیمهییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، ښاغلی حسیني چې پخوا د قومونو او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر له سلاکارانو څخه و، د بسمالله افغانمل پر ځای د زابل د والي په توګه ګومارل شوی دی.
د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په یو بیان کې چې نن خپور شو ټینګار کړی چې د نوي والي ټاکل به په زابل کې چې د هېواد له ناامنه ولایتونو څخه دی د عامه خدماتو او حکومتوالۍ په چارو کې ښېګڼه راولي.