په هرات ښار کې دوه مېرمنې ادعا کوي چې نن سهار د ښار د مرکزي پارک په مخکې یې پر مخونو تېزاب پاشل شوي دي.
دا دوه خویندې چې د هویت په اړهیې ډېر معلومات نهشته او اوس د هرات په حوزوي روغتون کې تر علاج لاندې دي وايي، هغه مهال چې د کورس خوا ته روانې وې، یوه کس پرې د تېزاب حمله وکړه.
د هرات د حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شیرزي ازادي راډیو ته وویل چې د دې خویندو علاج په همدې روغتون کې روان دی.
ښاغلی شیرزی زیاتوي:
"نن سهار دوه خویندې په داسې حال کې چې د زدهکړې کورس ته روانې وې، ادعا کوي چې یو کس تېزاب پرې پاشلي. دوی د روغتون په جدي مراقبت کې بستر شوي. د تېزابي موادو نوعیت تر اوسه نهدی معلوم شوی او د عدلي طب معاینې روانې دي."
ښاغلي شیرزي زیاته کړه چې د دې دوو مېرمنو پر مخ د تېزاب اثرات سطحي دي.
د هرات د حوزوي روغتون ویاند همداراز وویل په روان کال کې تر دې دمه پر څلورو مېرمنو د تېزاب حملې شوې دي.