د انګلستان ملکې او د هغې مېړه د خپل واده ۷۰مه کالیزه ولمانځله

د انګلستان ملکې دوهمې الیزابت او د هغې مېړه شهزاده فیلیپ د خپل واده ۷۰مه کالیزه ولمانځله.

هغوی د بریتانیې د شاهي کورنۍ لومړۍ جوړه ده چې د واده ۷۰ کلونه لمانځي.

په لندن کې د وست‌منیستر ابې زنګونه پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۹» د ملکې او شهزاده د درناوي لپاره وکړنګېدل.

هغوی د ۱۹۴۷ میلادي کال د نومبر په ۲۰مه نېټه په وست‌منیستر ابې کې واده کړی وو.

د انګلستان اوسنۍ ملکه دوهمه الیزابت په ۱۹۵۲ میلادي کال کې د هغې د پلار شپږم جورج تر مړینې وروسته، ملکه وټاکل شوه.

ملکه دوهمه الیزابت ۹۱ کلنه او شهزاده فیلیپ ۹۶ کلن دی.

هغوی څلور اولادونه لري.

ملکې اليزابت د عمر د زیاتوالي له امله خپل یو لړ مسؤلیتونه خپل زوی شهزاده چارلس ته چې ۶۹ کلن دی، سپارلي دي.

د بریتانیې صدراعظمې ترېزا مې شاهي کورنۍ ته د مبارکۍ ورکولو د رسمي مراسمو مشري وکړه.