د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ارمنستان ته رسېدلی دی.
لاوروف به د ارمنستان له چارواکو سره د ناګورنو قرهباغ په ګډون په سیمه کې پر یو شمېر لانجمنو مسایلو خبرې وکړي.
هغه ارمنستان ته تر تګ مخکې، اذربایجان ته تللی و.
ارمنستان او اذربایجان له ډېرو کلونو راهیسې د ناګورنو قرهباغ پر سیمه په خپلو کې لانجه لري.
د ارمنستان ولسمشر سرژ سرکیسیان تر دې مخکې ویلي و چې نن سه شنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۳۰» به د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې له اذربایجان سره پر سوله او همکارۍ وغږېږي.
د اذربایجان ولسمشر الهام علییف هم ویلي چې حکومتيې د ناګورنو قرهباغ د لانجې حل ته لېوالتیا لري.