ټرمپ: امریکا، شمالي کوریا د ترورېزم د ملاتړ کوونکي په توګه اعلانوي

د امریکا ولسمشر وايي، حکومت‌یې شمالي کوریا د ترورېزم د ملاتړ کوونکي رژیم په توګه اعلانوي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۹» د خپلې کابینې په غونډه کې وویل چې دا کار ځکه کېږي چې پیونګ‌یانګ د کوریاګانو په ټاپو وزمه کې اټمي بحران ډېر پراخ کړی دی.

ډونالد ټرمپ وویل:

"د امریکا متحده ایالات نن د شمالي کوریا حکومت د ترورېزم د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه په نښه کوي. دا کار باید مخکې شوی وی. د شمالي کوریا رژیم د دې تر څنګ چې نړۍ په اټمي بحران تهدیدوي، په دوامدار ډول‌یې د ترورېزم ملاتړ کړی چې په بهرنیو هېوادونو کې قتلونه هم په‌کې شاملېږي."

ډونالد ټرمپ زیاته کړه چې د شمالي کوریا پر ضد به نوي ګامونه واخیستل شي.

د امریکا د خزانې وزارت به په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.