ظریف: داعش د افغانستان په ګډون ټولې سیمې ته ګواښ پېښ کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف خبرداری ورکړی چې د داعش وسله‎والو د افغانستان په ګډون ټولې سیمې ته ګواښ پېښ کړی دی.

محمد جواد ظریف پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۹» په تهران کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو سره کتلي دي.

د ظریف په وینا، د داعش وسله‎وال به په عراق او سوریه کې له ماتې سره سم د نورو پناه ځایونو په لټه کې شي چې دا افغانستان او ټولې سیمې ته ګواښ پېښوي.

تدامیچي یاماماتو د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په افغانستان کې پر وضعیت او د سولې لپاره د خبرو پر اهمیت خبرې کړې دي.