په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن باور څرګند کړ چې په دوو راتلونکو کلونو کې د افغانستان ۸۰ فیصده خاوره د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې وي.
هغه پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۹» له افغانستانه د امریکا په دفاع وزارت یا پنټاګون کې خبریالانو ته په وېډیويي کنفرانس کې دا ادعا هم رد کړه چې تر جګړې لاندې ولسوالیو شمېر درې برابره زیات شوی دی.
جنرال جان نېکلسن وویل:
"د جګړې په ډګر کې ډېر کم پرمختګ شوی، خو موږ ولیدل چې افغان امنیتي ځواکونو ځینې ولسوالۍ بېرته نیولې دي. زه له دې سره چې د جګړې سیمه درې برابره زیاته شوې، مخالف یم. د هغو ولسوالیو شمېر چې جګړه پهکې روانه ده ښايي یو څه زیات شوی، خو دوه یا درې برابره نهدی."
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن زیاته کړه چې وسلهوال طالبان درې لارې لري؛ تېښته، سولې ته حاضرېدل یا وژل کېدل.