ایران او حزب‎الله ډلې د عربستان او د هغه د متحدانو ادعاوې رد کړي

ایران او د لبنان شیعه ډلې حزب‎الله د سعودي عربستان او د هغه د متحدانو دا ادعاوې رد کړې دي چې وايي، دوی وسله‎والو ډلو ته وسلې ورکوي او منځنی ختیځ بې‌ثباته کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي پرون وویل چې دا ادعاوې له درواغو ډکې دي.

له دې یوه ورځ مخکې د عرب‎لیګ د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پر ایران تور ولګاوه چې پر عربي هېوادونو تېری کوي او ژمنه‌یې وکړه چې دا مسئله به د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې مطرح کړي.

د حزب‎الله مشر حسن نصرالله هم دا تورونه چې د ده ډلې د یمن وسله‎والو ته بالیسټیک توغندي یا نورې وسلې ورکړي، رد کړل او ویې‌ویل چې حزب‎الله یمن ته نه بالیسټیک توغندي ورکړي، نه پرمختللې وسلې او نه ټوپک.

د سعودي او ایران اړیکې وروسته له هغه ډېر کړکېچن شوې چې د یمن ایران پلویو شیعه وسله‎والو د سعودي د پلازمېنې ریاض پر لور یو توغندی وویشت، خو د سعودي پوځ ځواک شنډ کړ، خو په دې کړکېچ وروسته له هغه زیاتوالی راغی چې د لبنان سعودي پلوي صدراعظم سعد حریري پر ایران او حزب‌الله تور ولګاوه چې د سیمې د بې‌ثباته کولو هڅه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند له سعودي وغوښتل چې پر لبنان فشار ختم کړي.