د ایران ستر مذهبي مشر ایاتالله علي خامنهاي له چارواکو غوښتي چې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو شویو سره، زیاتې مرستې وکړي.
څه باندې یوه اوونۍ مخکې، د عراق او ایران ترمنځ پولو کې د سختې زلزلې له امله چې شدتیې د ریښتر په اندازه ۷،۳ ثبت شوی، لږ تر لږه ۵۳۰ کسان ووژل شول او زرګونه نور ژوبل یا بېکوره شول.
خامنهاي له کرمانشاه ولایت څخه چې دغې زلزلې ډېر تاوان ور رسولی، نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۹» د کتنې په ترڅ کې، د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکو ته په وینا کې وویل چې د ده په باور، چارواکي باید خپلې هڅې دوه چنده زیاتې کړي.
د دغې زلزلې زیانمن شوي تر اوسه د خوراکي موادو او د تودوخې د وسایلو په ګډون، د لومړنۍ اړتیا وړ موادو له کمښت سره مخ دي.