په پکتیا کې د دغه ولایت د حوزوي روغتون پرانیسته وشوه

نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۹» د پکتيا په مرکز ګردېز کې د عامې روغتيا د وزارت له لوري د حوزوي روغتون پرانیسته وشوه.

د پرانیستې په دغو مراسمو کې د عامې روغتیا وزير فيروزالدين فيروز له کابل څخه ورغلي پلاوي، په ولسي او مشرانو جرګو کې د پکتيا استازو، د پکتيا والي شميم کټوازي، د ولايتي ادارې چارواکو، مدني فعالانو او د ولايتي شورا غړو برخه لرله.

د حوزوي روغتون د پرانیستې پر مهال د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز وويل چې دغه روغتون به په دوو کلونو کې له هره اړخه پوره، په ټولو امکاناتو مجهز، سمبال او بشپړ شي.

د پکتيا د عامې روغتيا رئيس ډاکتر ولايت خان احمدزي د پرانیستې پر مهال، د عامې روغتيا له وزارته وغوښتل چې د دوی د ستونزو په هواري کې بايد د امکاناتو له پيدا کېدو سره سم، ولايتي اداره او مرکزي حکومت جدي هڅې وکړي او هغه مشکلات چې دوی ورسره لاس او ګرېوان دي، له‌منځه يوسي.

په پکتيا کې د حوزوي روغتون پرانیسته داسې مهال کېږي چې څه وخت وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپل سفر په ترڅ کې، د حوزوي روغتون د فعالېدو، د پرسونل د زياتوالي او د روغتيايي مرکزونو د لا مجهز کېدو ژمنه کړې وه.