چارواکي: د ننګرهار په اچین او چپرهار کې د داعش ۲۰ غړي وژل شوي

د ننګرهار په اچین او چپرهار ولسواليو کې د داعش ډلې د یو مهم قوماندان ملا ثاقب په ګډون د دې ډلې ۲۰ غړي وژل شوي دي.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼي نن ازادي راډيو ته وویل چې داعش ډلې ته دغه درنه مرګ ژوبله د افغان امنيتي ځواکونو په مخامخ نښتو او هوايي بریدونو کې اوښتې ده.

نوموړي وویل چې یاد عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د عبدالخېلو او د چپرهار په کارېز سیمو کې شوې دي.

د ننګرهار چارواکي وايي، په ترسره شویو بریدونو کې د داعش وسله‌والو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له‌منځه تللي دي.

خو داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.