د مالیې وزارت: سږ کال ملي عواید ۹ سلنه لوړ شوي

د افغانستان د مالیې وزارت د عوایدو ریاست وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال ملي عوایدو ۹ سلنه زیاتوالی موندلی.

د دغه وزارت د عوایدو عمومي رئیس حبیب ځدراڼ نن دوشنبه د «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۹» ازادي راډيو ته وویل، سږ کال د تېر کال په پرتله له ۱۶.۱۱ میلیارده افغانیو زیات عواید راټول شوي دي.

ښاغلي ځدراڼ وویل:

"زموږ د نویو موندنو له مخې، تر اوسه ۱۴۰،۲۵ ميلیارده افغانۍ راټولې شوي چې د تېر کال په پرتله ۹ فیصده زیاتوالی ښيي."

تېر کال د راټولو شویو ملي عوایدو کچه ۱۲۹،۰۹ ميلیارده ډالرو ته رسېده.

د مالیې وزارت چارواکي وايي، دغه عواید تر ډېره له ګمرکونو او دولتي ادارو راټول شوي دي.