د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلینو، په کابل کې د عامه او خصوصي مشارکت د قانون او ګډې پانګونې په اړه، د یوې ناستې له جوړېدو خبر ورکوي.
د دغې خونې ویاند صیامالدین پسرلي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه ناسته د مالیې وزارت لهخوا د سوداګرۍ وزارت په همکارۍ جوړه شوې ده.
نوموړي وویل چې په دې ناسته کې د خصوصي سکټور او حکومت ترمنځ په لویو، متوسطو او وړو پروژو کې د پانګونو په تړاو، بحث کېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په یاده ناسته کې دغهشان پانګهوالو ته د اسانتیاوو په رامنځته کېدو هم بحث کېږي او خصوصي سکټور غواړي چې په کرنې، زېربنا، انرژۍ او نورو سکټورونو کې پانګونه وکړي.
د دغې خونې د معلوماتو له مخې، د خصوصي او عامه مشارکت قانون سږ کال د افغانستان د ملي شورا لهخوا تصویب شو او هڅه کېږي چې د دغه قانون په رڼا کې اقدامات وشي.