موګابې د خپلې استعفا په نه‌اعلانولو سره ګڼ چارواکي هک حيران کړل

د زېمبابوې ولسمشر رابرټ موګابې په خپله ټلوېزيوني وينا کې د خپلې استعفا په نه‌اعلانولو سره ګڼ چارواکي او د خپل هېواد وګړي هک حيران کړل.

دا وينا يې څو ساعته وروسته له هغې وکړه چې د ده خپل ګوند دى د ګوند له مشرۍ څخه لیرې کړ.

د ٩٣ کلن موګابې د ګوند رهبرانو پرون رسنيو ته ويلي وو چې ولسمشر به په خپله دې ټلوېزيوني وينا کې ملت ته خپله استعفا اعلان کړي.

خو موګابې چې په جمهوري رياست کې له ځينو جنرالانو سره ولاړ و او وينا يې کوله، د خپلې استعفا يادونه ونه‌کړه.

د زېمبابوې په پلازمېنه هراره کې په لسګونه زره کسان د موګابې په مخالفت کې لارو او کوڅو ته راوتلي دي.

د دغه هېواد پوځ د چهارشنبې په ورځ د يوې سپينې کودتا په نتيجه کې قدرت په لاس کې واخیست.

پوځ ولسمشر په کور کې نظربند کړى، د هغه ځيني متحدان‌يې نيولي، يا هم توقيف کړي دي.