مېرکل ونه‌توانېده چې له درېيو ګوندونو جوړ يو ائتلاف تشکيل کړي

د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل ونه‌توانېدله له درېيو ګوندونو جوړ يو ائتلاف تشکيل کړي.

له دې سره په دغه هېواد کې د نويو پارلماني انتخاباتو امکان ته زمينه برابره شوه.

په پام کې وه دغه ائتلاف د هغې له محافظه‌کار مسيحي ډيموکراتانو، زرغون او تجارت پلوه خپلواکو ډموکراتانو تشکيل شي.

د خپلواکو ډموکراتانو د ګوند مشر کریستیان لیندنر نن وويل، مذاکرې ځکه ناکامه شوې چې د ښکېلو لورو ترمنځ اعتمادجوړونه له ناکامۍ سره مخامخه شوه.

ده ويلي، تر بد حکومت کولو، نه حکومت بهتره دى.

انګلا مېرکل د ائتلاف لپاره له مذاکرو د خپلواکو ډموکراتانو ګوند د وتلو پر پرېکړه خپله خواشيني څرګنده کړې ده.

مېرکل ويلي چې په پام کې لري نن ناوخته د جرمني له ولسمشر فرانک والټر شټاين ماير سره وګوري او له روان سياسي وضعيت څخه‌يې خبر کړي.