د سوریې پوځیانو د داعش وروستی پټنځای هم نیولی

د سوریې دولتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد پوځیانو د داعش وروستی پټنځای هم نیولی دی.

سنا خبري اژانس پرون راپور ورکړی چې حکومتي سرتېرو او متحدینو یې له عراق سره نږدې د البو کمال ښار بشپړ کنټرول په لاس کې واخیست.

د لبنان ال منار ټلوېزیون هم چې په حزب‌الله پورې تړلی دی ویلي چې داعش سختدریځو په ابو کمال ښار کې ماته خوړلې ده.

د ابو کمال ښار په نیولو سره د داعش سختدریځي وسله‌وال په څو محدودو کلیو او دښتو کې پاتې دي.

دې ډلې په تېر یوه کال کې د خپل بللي خلافت زیاتې سیمې سوري پوځیانو او امریکا ته ورپرېښودې.

د سوریې له بشري حقونو د څار بريتانیا مېشته ډله وايي، د داعش اکثرو وسله‌والو سیمه پرېښې او د ابو کمال ښار شااوخوا جګړه روانه ده.