افغان ولسمشر له شمشاد خصوصي ټلوېزیون نه لیدنه وکړه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون شپه په کابل کې له شمشاد خصوصي ټلوېزیون نه چې دوه اوونۍ مخکې پرې ډله‌ییز برید شوی و، ولیدل.

ولسمشر غني له شمشاد ټلوېزیون د لیدنې معلومات او عکسونه په خپله رسمي ټویټرپاڼه ټویټ کړي دي.

هغه لیکلي چې:

"نن ماښام شمشاد ټلوېزیون ته ورغلم او د دغه ټلوېزیون له کارکوونکو سره مې ولیدل. سره له دې چې په دوی وحشیانه برید شوی و، خو د خپلې دندې د مخته وړلو لپاره غښتلې اراده لري."

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په شمشاد ټلوېزیون په برید کې ۳ کسان وژل شوي و او ۲۱ نور ټپیان وو.

افغان ولسمشر د شمشاد ټلوېزیون کارکوونکي د هغه څه لپاره چې ترورېستي حملو یې اراده نه‌ده ماته کړې ستایلي دي.

داعش یا اسلامي دولت ډلې په شمشاد ټلوېزیون د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی و.